د قرغیزستان هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي مولوي احمد الله وثیق ته ښه راغلاست ووایه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۲۲:۳۷
د قرغیزستان هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي مولوي احمد الله وثیق ته ښه راغلاست ووایه

د قرغیزستان هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي " اورمت سادېروویچ آسانبایف " په قبيله یي سیالیو کې د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق ته ښه راغلاست ووایه او پر اړوند مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د قرغیزستان هیواد د ورزش رئیس له ښاغلي مولوي احمد الله وثیق څخه مننه وکړه، چې د دوی بلنه یې ومنله او په نوموړیو سیالیو کې یې ګډون وکړ، نوموړي همداراز د افغان ورزشکاران ګډون هم د پاموړ وباله. په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ورزشي اړیکو هم خبرې وشوې.

نومېډیک ګېم یا قبیله یي سیالۍ د قرغیزستان هیواد په کوربتوب نن پیل شوې او د سپټمبر میاشتې تر ۶ مې به دوام وکړي، چې په دغو سیالیو کې به له افغانستان څخه هم په درېوو ورزشي رشتو( وزلوبه، کورش، زورخانه یي) کې نږدې ۲۵ تنه ورزشکاران ګډون وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۲۲:۴۴
Background image

د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره ملي لوبډلې اردن ته سیالي بایلوده

د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې سیالۍ کې خپله لومړۍ لوبه اردن ته د ۱ – صفر ګول په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه راتلونکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۲۲:۳۸
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لکړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۲۲:۳۷
Background image

د قرغیزستان هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي مولوي احمد الله وثیق ته ښه راغلاست ووایه

د قرغیزستان هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي " اورمت سادېروویچ آسانبایف " په قبيله یي سیالیو کې د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق ته ښه راغلاست ووایه او پر اړوند. . .

BACK TO NEWS