د هېواد ورزشکارانو په پاکستان کې د تکواندو له پنځم پړاو آزادو آسیایي سیالیو څخه تر دې دمه دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۵:۷
د هېواد ورزشکارانو په پاکستان کې د تکواندو له پنځم پړاو آزادو آسیایي سیالیو څخه تر دې دمه دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل

د هیواد د تکواندو ورزشکارانو د آسیا د تکواندو په آزادو سیالیو کې چې د پاکستان هېواد په کوربه پیل شوې، دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل.

په دې سیالیو کې د افغان ورزشکارانو له ډلې حکمت الله زین وکولای شول چې خپل دوه پاکستاني او قزاقستاني سیالانو ته ماتې ورکړي او د سپینو زرو مډال وګټي.

امید سهاک هم خپل پاکستاني، قزاقستاني او اردني سیال ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې تر لاسه کړ.

د یادونې وړ ده چې د آسیا د تکواندو د آزادو سیالیو په پنځم پړاو کې له ۲۳ هېوادونو څخه ۳۱۵ تنو ورزشکارانو ګډون کړی.

د افغانستان په استازولۍ ۱۹ تنه تکواندوکاران دې سیالیو ته ورغلي.

سبا او بله ورځ به نور افغان ورزشکاران هم له خپلو سیالانو سره ولوبیږي.

په دغو آزادو آسیایي سیالیو کې د آسیا پر المپیکي مخکښو ورزشکارانو سربېره د سپورټ لوی شمېر وتلې څېرې هم شتون لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS