د ووشو اووه کسیزه لوبډله د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه جاپان ته ولاړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۴:۲
د ووشو اووه کسیزه لوبډله د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه جاپان ته ولاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون اووه کسیزه لوبډله چې څلور ورزشکاران، دوه روزونکي او یو رئیس یې په ترکیب کې ځای لري؛ د المپیک ۲۰ پړاو آسیايي سیالیو کې ګډون په موخه جاپان ته ولاړه.

یادو ورزشکارانو د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د دې ادارې له فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ اړ نورو رهبري غړو سره د مخې ښې مراسم ترسره کړل. د ورزش ادارې رهبري دوی ته په سیالیو کې د ښې لوبېدنې او بریالیتوب دعا او لازمې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي وثیق د آسیا په کچه دغو مهمو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو په ګډون خوښي وښوده او دا چاره یې د افغانستان د ورزش د ارزښت په لوړېدو کې مهم ګام وباله.

ښاغلي وثیق همداراز د ورزشکارانو د منظم قرنطین او ښه چمتو والي ته په کتو هیله څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران به له دغو سیالیو څخه ښې لاسته راوړنې ولري.

ټاکل شوې، چې د آسیا په شلم پړاو المپیکي سیالیو کې به له افغانستان څخه په نهو بېلابېلو ورزشي رشتو کې ۳۴ ورزشکاران ګډون وکړي.

تمعه ده، چې د آسیا شلم پړاو المپیکي سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۹مې د اکتوبر تر څلورمې نېټې پورې د ۴۵ آسیايي هېوادونو په ګډون په ۴۱ ورزشي رشتو کې د جاپان په ایچي ناګویا ښار کې ترسره شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS