د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له نیوریلنډ څخه د ۵۴ – ۶۳ امتیازونو په توپیر او هند څخه د ۲۶ – ۹۳ امتیازونو به توپیر ګټلې وې او درېیمه لوبه یې د عراق بر وړاندې وبایلله.

دغه لوبډله به خپله څلورمه لوبه کې له پچې اچوونې وروسته د B ګروپ له يو سيال سره سبا ( چهار شنبه، د لړم پر ۲۱مه) لوبه وکړي.

یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌ توب په پلازمېنه بنکوک ښار کې د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او تر ۱۵مې نېټې دوام کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۷
Background image

کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون له لوري د لوبڅارنې روزنيز کورس پای ته ورسېد

کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون ( فيفا ) له لوري د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون سره په همغږۍ د هېواد له لسو زياتو ولايتونو څخه ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارنې( FIFA MA ) ۶ ورځنی روزنيز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې؛ د سعدي لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۱
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

ړ خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS