کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون له لوري د لوبڅارنې روزنيز کورس پای ته ورسېد
کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون ( فيفا ) له لوري د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون سره په همغږۍ د هېواد له لسو زياتو ولايتونو څخه ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارنې( FIFA MA ) ۶ ورځنی روزنيز کورس، چې د لوبڅارانو د ظرفيت لوړونې په موخه پيل شوی و، پای ته ورسېد.
په دغه کورس کې د فيفا د درېيو ماليزيايي مدرسینو له لوري د لوبڅارنې بېلابېل اصول او قوانين په نظري او عملي ډول تدريس شول.
د دې کورس د پای په مراسمو کې د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر د ماليزيايې مدرسینو څخه د مننې ترڅنګ ياد کورس يو له مهمو کورسونو څخه ياد کړ او دا يې هېواد کې د فوټبال او فوټبال فدراسيون لپاره ګټور وباله.
د ويلو ده، چې د ياد کورس د پای مراسم د هېواد ورزش ادارې او فوټبال ملي فدراسیون د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رهبرۍ، مسؤلينو او لوبڅارانو په حضور کې ترسره شول، چې په پای کې يې د مسوولينو له لوري ګډون کوونکو لوبڅارانو ته د ګډون سرټيفيکيټونه ورکړل شول
