د ١٩کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې په تدارکاتي لوبه کې بريا خپله کړه

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۶ - ۱۳:۲۹
د ١٩کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې په تدارکاتي لوبه کې بريا خپله کړه

د ١٩ کلنو فوټبال ملي لوبډلې تېره ورځ په تدارکاتي لوبه کې د استقلال لوبډلې ته ١-٠ ماتي ورکړه. دغه لوبه د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې ترسره شوه.

ټاکل شوې د هېواد ١٩کلنو ملي لوبډله د ٢٠٢٢ کال اګست میاشتې له ٣ څخه تر ١٣نېټې پوري د (مرکزي اسيا CAFA) اتلولي سيالو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړي.

په دې سياليو کې د کافا غړيتوب لرونکي هېوادونه افغانستان، ايران، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان ګډون وکړي.

دغه لوبې به د دوشنبې ښار مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.

د يادولو ده چې په دې سياليو کې به د افغانستان ٢٣لوبغاړي ګډون وکړي د ١٩کلنو ملي لوبډلې ترينر احمدضيا عظيمي په خبره؛ افغان لوبډلې د اسيا اتلولي سياليو لپاره چې د تاجکستان هېواد دوشنبې ښار کې ترسره کيږي پوره چمتووالى نيولى دى.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي ښار کې له ۱۱ کم عمره د فوټسال نویو ځوانانو د شپږو لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS