ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د خوست آريانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دا سيالۍ چې د ليگ په شکل وشوې، په پايله کې خوست آريانا لوبډلې د لسو امتيازونو او گولونو په خپلولو سره لومړی، پکتيا لوبډلې د لسو امتيازونو او څلورو گولونو سره دويم او ننگرهار کلب لوبډلې د شپږو امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.
د ويلو وړ ده، چې خوست آريانا لوبډله به د سويل ختيځ زون څخه د افغانستان اتلانو غوره ليگ راتلونکي پړاو کې ولوبېږي.
