زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د استاد عبدالقیوم کلب ورزشکارانو د استاد باچا کلب ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.