زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیکبوکسینګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیکبوکسینګ سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې شاهین کلب لومړی، ګلبدین کلب دویم او عارف کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.
