زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۳۹
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بایسکل ځغلونې فدراسیون استازولي سره په همغږي د شیخ مټي روغتون په مالي ملاتړ د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۳۰ کیلو متره واټن او د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې درې تنه د زابل ولایت د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

یادې سیالۍ د زابل ولایتي لوبډلې ته د لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۷
Background image

کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانه‌يې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۴
Background image

کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS