کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې د زورخانهيي ورزشونو په جمنازيوم کې ترسره شوې.
د يادو سياليو په فټنيس برخه کې له ( ۱۶۵ - ۱۹۰+) سانتي متر قد لرونکي ورزشکارانو سيالۍ ترسره کړې، چې په پای کې يې ۷۰ تنه راتلونکو پسرلنيو سياليو ته وټاکل شول.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ راتلونکو پسرلنيو سياليو ته د غوره ورزشکارانو د پيژندلو په موخه وشوې، چې دوه ورځې يې دوام وکړ.
