زابل: مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ع.مـ.ـري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ع.مـ.ـري لوبډلې د ۳/۱ میدان په توپیر خپلې سیالې جـ.ـه.ا دي مدرسې الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ورزشي توکي د ډالۍ په توګه ورکړل شول.