زابل کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۹:۳۴
زابل کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کيک جيتسو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۱۲ ولايتونو د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پایله کې زابل لومړی، هرات دويم او غزني ولايت بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د کيک جيتسو ورزش ته وده ورکول او ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو او په پای کې د غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره لیګ سیالۍ پيل شوې‌.

د دغو سياليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

کونړ؛ مرکز اسعد آباد ښار کې د لس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په مرکزي جمنازیوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS