سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ینګ سټارز لوبډلې د اتو ویکټو په توپیر خپلې سیالې آمو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د مرحوم شاپور ځدراڼ په یاد ترسره شوې، چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ.
