سمنگان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې ۱۰۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
