غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفوتوا سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند کونګفو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفوتوا سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې شپږو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
