غزني؛ مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي اف تکواندو نولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۴۹
غزني؛ مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي اف تکواندو نولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزونې او ورزش امریت اړوند د ای ټي اف تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویوځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د ای ټي اف تکواندو نولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ۱۴ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه او د غزني ولایت د ای ټي اف تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت ای ټي اف تکواندو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۵۱
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۲
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۶
Background image

تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حم.اس لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS