غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګيلان ولسوالۍ په غندي کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې پنجشريان لوبډلې خپلې سیالې غازي خېل لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د کوچني اختر نمانځل او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
