غزني کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سیالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۳:۳۴
غزني کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو ترمنځ د چلینج کپ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې رحمت الله د یو کمربند په ګټلو سره لومړی، نوید الله د کاپ په ګټلو سره دویم او ایام د کپ په ګټلو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د کونګ فو ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو هڅول و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته هم سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه ویتنام ته د ۱ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د زمري ١٤) د کابل پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

BACK TO NEWS