غور کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ د طوفان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولينه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د طوفان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې طوفان لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د دولینه ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو ډالۍ ورکړل شوې