لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کمال پور اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شرت آباد او کمال پور اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کمال پور اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه. شرت آباد لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ۷۳ منډې وکړې او د ۱۱۷ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.