لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو
د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.
ټاکل شوې، چې دغه تمریناتي کمپ به دوې ورځې دوام وکړي او په پای کې به یې غوره ورزشکاران په بهرنیو سیالیو د ګډون لپاره وټاکل شي.
د یادونې وړ ده، چې ياد تمريناتي کمپ ترڅنګ به د والیبال روزونکو ته يو ځانګړی سمينار هم وړاندې شي.
