لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۲:۱۹
لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مهترلام ښار په سلطان غازي ښار ګوټي کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لغمان اتلانو او لغمان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لغمان ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٩ منډو هدف وټاکه. لغمان اتلانو لوبډلې یاد هدف د شپږو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS