بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۴۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
