لوګر؛ برکي برک ولسوالۍ کې د ۴۶ ورزش کارانو ترمنځ د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ۴۶ ورزش کارانو ترمنځ د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له ۳۳ څخه تر ۷۲ کیلو ګرامه اته وزني کټګوریو کې ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې له بېلابېلو کټګوریو څخه ۳۲ تنه ورزش کاران د یاد ولایت د پهلواني ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
یادې سیالۍ د یاد ولایت لپاره د پهلواني رشتې ته د غوره ورزش کارانو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.