لوگر؛ مرکز پل عالم کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۱:۱۷
لوگر؛ مرکز پل عالم کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل عالم ښار کې ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتحاد کمال خېل لوبډلې خپلې سیالې ملي امنیت لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۱:۳۷
Background image

د سرپل مرکز کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دویمه درجه لیګ پای ته ورسېد

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دویمه درجه لیګ پای ته ورسېد، چې دوې میاشتې یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

پکتیکا؛ په چهابران ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چهابران ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې دوه اوونۍ په دوام وکړي پیل شوې.

. . .

BACK TO NEWS