ميدان وردگ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورټ سبک ټاکنيزې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۴
ميدان وردگ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورټ سبک ټاکنيزې وشوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د پنځو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورټ سبک لومړي پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

په يادو سیالیو کې له گل الرحمن رحماني، ميهن، اتحاد میوند، شهيدان او کامل کلبونو څخه ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۱۲ تنه غوره ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

د ويلو وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د کلبونو په کچه گل الرحمن رحماني کلب لومړی او ميهن کلب بيا دويم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۲:۹
Background image

بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز افغان اتلانو کمپ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د موی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۲:۸
Background image

کندز کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۲:۶
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د نور علي نورزي په مالي ملاتړ د گرمسېر ولسوالۍ په هزارجفت فوټبال حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د "ش.ه. . .

BACK TO NEWS