میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې جغتو سټارز لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې جغتو زلمیانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ټېپ بال کرېکټ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړو.
