میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سهاک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سهاک لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې اتفاق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
