ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته رسیدل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۴:۱۲
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته رسیدل

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سمسور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د وفيع الله او سمسور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، وفيع الله لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د سمسور لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په اتم اور کې پرته د کوم لوبغاړي د سوځېدو څخه پوره کړ او د لسو ويکتو په توپير يې اتلولي وګټله.

د يادو سياليو موخه فکري رغونه او ځوانانو ته د تفريح برابرول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده بايسکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS