کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو
د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم پرانيستل شو.
دغه جمنازيوم په ۳ جريبه ځمکه کې جوړ شوې، چې د فوټسال لوبغالي ترڅنگ تفريحي پارک، د لامبو وهلو عصري حوض او نورې بېلابېلې آسانتياوې لري.
د يادونې وړ ده، چې د ياد جمنازيوم د پرانيستې پرمهال د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، میربچه کوټ ولسوال حافظ محمد رضاء خالد، قره باغ ولسوال مولوي ذين الله خنجر، د بېلابېلو امارتي ادارو کارمندانو، ورزشي مسؤلينو، قومي مخورو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر والو گډون کړی وو.
