ننګرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زور خانهيي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د زورخانهيي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ زور خانهیی سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۵۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د زورخانهيي ورزش د ته ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.