ننګرهار کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۰ تنه د نویو ځوانانو له کټګوري او ۲۶- ۲۶ تنه د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو له عمري کټګوریو څخه د ننګرهار ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
