ننگرهار؛ مرکز جلال اباد کې د نورستان محصلینو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شل اوریزه سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۱
ننگرهار؛ مرکز جلال اباد کې د نورستان محصلینو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شل اوریزه سیالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ننګرهار ولایت کې د نورستان محصلینو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې کامديش لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه په مقابل کې دواب لوبډلې ياد هدف پوره نه کړ او لوبه د کامديش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS