ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ارزګان پوهنتون د پنځو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې تعليم او تربيه لوبډلې خپلې سيالې کمپيوټر ساينس لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ واليبال ورزش ته د زده کړيالانو هڅولو په موخه ترسره کېږي، چې اته ورځې به دوام وکړي.
