ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ښېوې ولسوالۍ په برکاشکوټ سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د گوريک مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د گوريک مرکزي او کوز کاشکوټ لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه کوز کاشکوټ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷۹ منډو هدف کېښود، په ځواب کې گوريک مرکزي لوبډلې ياد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو ځواکونو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موتر او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
