ننگرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
