هرات کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او اسپورت فیزیک ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او اسپورت فیزیک ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو، لویانو ورزشکارانو او د معلولو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې په دوو برخو باډي بیلډینګ او اسپورت فیزیک کې ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۴ ورزشکاران د بدن ښکلا، ۱۲ ورزشکاران د فټنس او ۳ ورزشکاران د اقای عضلات په برخه کې غوره وپېژندل شول او د هرات ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د غوره ورزشکارانو موندل، د هرات منتخبه لوبډله پیاوړي کول، د فټنس او بدن ښکلا فني وړتیا لوړول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.
