هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
=د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خراسان لوبډلې د ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې هلمندي ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
