هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۳۶ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیاليو لومړۍ لوبه کې دوراهي اتلانو لوبډلې له خپل ۲۴۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او ۹۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې خپلواک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
