هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو آريانا او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه افغان اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې اريانا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۳ منډو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې ۱۶ ورځې يې دوام وکړ.
