هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۱۰
هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د مرکزي اتحاد او ذاهد اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې مرکزي اتحاد لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ذاهد اتلانو لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د لسو ويکټو په توپير وگټله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا له يوې مياشتې دوام وروسته پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۲
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۶
Background image

تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حم.اس لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۱۲
Background image

کونړ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار په څاګي سیمه کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د څاګي. . .

BACK TO NEWS