هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هزار جفت مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پیلوبه کې هزار جفت مرکزي لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر خپلې سیالې اتحاد هزار جفت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.
