هلمند کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۳۰
هلمند کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز لښکرگاه ښار په ملت لوبغالي کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د "هلمند اتلانو ليگ" په نوم د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو پايلوبه د هلمند منتخبې او هلمند الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه هلمند منتخبې لوبډلې وگټله او لومړی يې توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هلمند الف لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د شپږو ویکټو په توپير وگټله.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته کول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۳۳
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنیټال جام سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره ۳ – ۳ مساوي کړه.

دغه سیالۍ کې اکبر کاظمي، رضا حسین پور او فرزاد محمودي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

افغان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۹
Background image

کابل کې د رزمي ورزشونو د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ او د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۴
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۵ کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS