پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې حبیب کلا الف لوبډلې خپلې سیالې فتح الله خېلو لوبډلې ته ۲/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول او د واليبال ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.
