همایون علي خېل او علي رضا جمال د سوک وهنې په نړیوالو سیالیو کې د برنزو مډالونه وګټل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۲۲:۲۶
همایون علي خېل او علي رضا جمال د سوک وهنې په نړیوالو سیالیو کې د برنزو مډالونه وګټل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون ورزشکارانو همایون علي خېل په ۹۲ کیلو ګرامه او علي رضا جمال په ۵۰ کیلو ګرامه وزن کې د جام پوریای ولي په نوم د سوک وهنې نړيوالو سیالیو کې خپلو ایراني سیالانو ته ماته ورکړه او د برنزو مډالونه یې وګټل.

په دغو سیالیو کې د هېواد په استازولۍ ۷ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې دوه یې د مډال ګټونکي شول.

یادې سیالۍ د ايران په کوربتوب د روان ميلادي کال د اپریل میاشتې پر ۲۶مه نېټه د دې هېواد په خوی ښار کې د ۸ هېوادونو په ګډون پیل شوې وې او نن (د مې پر درېیمه) پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS