په کابل کې د ۱۸کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۲:۵۶
په کابل کې د ۱۸کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په سوک وهنې ملي فدراسیون په تمریناتي ځای کې د مرحوم رغبت په نوم د سوک وهنې سیالۍ پيل شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل ښار د ۱۸ کلبونو د ۱۷ او ۱۸کلنو ۶۵ ورزشکاران برخه لري، چې درې ورځې به سره سیالۍ وکړي.

دغه سیالۍ د سوک وهنې ملي فدراسیون د پخواني غړي مرحوم رغبت د یادونې او د ورزشکارانو ترمنځ د سالم رقابت د رامنځته کولو په موخه ترتیب شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

سمنگان؛ حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۳۴
Background image

نورستان؛ برګمټال ولسوالۍ کې د ۱۰ آس ځغلوونکو ترمنځ د آس ځغلونې سيالۍ وشوې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د آس ځغلونې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د ۱۰ آس ځغلوونکو ترمنځ د آس ځغلونې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۳۱
Background image

غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې، چې. . .

BACK TO NEWS