پکتيکا؛ شخيل آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شخيل آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د حکيم کلا الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه د حکيم کلا الف او ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه حکيم کلا الف لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې حکيم کلا ب لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.