پکتیا؛ احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې شاوخوا ۲ مياشتې مخکې پيل شوې وې د پټان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې پټان لوبډلې خپلې سیالې بختک لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
