پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د K1 سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په اخلاص کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د K1 سبک راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.